د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژل شوی

17 اسد 1398 ساعت 14:12

سیمه ییر امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژلی دی.


سیمه ییر امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پشنبې د زمري ۱۷ مه سهار د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د دې ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان په رییس نجیب الله حسامي ناپېژانده وسله والو کسانو ډزې کړې او وژلی یې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د دغه قتل مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 119273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com