افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر سوله د خبرو ټولو جزیات ورسره شریک شوي خو اوس دغه جزیات نه شي خپرولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ په وینا خبرو کې پرمختګ شوی خو لا هم تفاهم لیک نه دی نهايي شوی او خبرې پرې روانې دي.
د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقی په خبره څو ورځې وړاندې چې خلیلزاد کابل ک و د هغه تفاهم لیک جزیات یې له افغان حکومت سره شریک کړل چې دوی به یې له طالبانو سره لاسلیکوي.
صدیقي وايي، دغه راز د افغانستان حکومت خپل ټول ملاحظات له امریکايانو سره شریک کړي دي او هغه دا چې د سولې خبرې به یوې بلې مرحلې ته، چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې داخلېږي اوربند او پر افغانانو حملې بندول دي.
صدیق صدیقي دا خبر رد کړ چې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو د موافقې متن نهايي شوی یا د افغانستان حکومت ته د موافقې وروستی متن ور رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د امریکا او وسله والو طالبانو استازي به د سولې د موافقې پر جزیاتو کار ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل