امریکا له سولې وروسته افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي

19 اسد 1398 ساعت 8:58

لوېدیځې رسنۍ باوري دي، چې امریکا به له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي.


لوېدیځې رسنۍ باوري دي، چې امریکا به له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي کسان پرېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فارن پالیسۍ ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې به د طالبانو او واشتګټن له هوکړې وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي او نیابتي مرکزونه فعال وساتي.

د سرچینې په وینا د امریکا استخباراتي چارواکو ورته ویلي، چې سي آی ای غواړي له سولې وروسته په افغانستان کې پیاوړی حضور ولري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي که څه هم سرتېري له افغانستانه باسي خو په وینا یې یوه قوي استخباراتي ډله به افغانستان کې پرېږدي.

بل خوا د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ له څرګندونو داسې ښکاري، چې امریکا او ناټو تر سولې وروسته هم افغانستان کې خپل حضور غواړي.

د ناټو سرمنشي هم ویلي، کېدای شي د سولې له یوې هوکړې وروسته هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور ته شدیده اړتیا پېښه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com