ملا خیرالله خیرخوا:

له امریکا سره خبرې ښايي تر اختر وروسته هم دوام ولري

19 اسد 1398 ساعت 9:23

قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملا خیرالله خیرخوا وايي، د سولې په تړاو د طالبانو او امریکا په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي خبرې تر اختر وروسته هم دوام ولري.


قطر کې د طالبانو د دفتر غړی ملا خیرالله خیرخوا وايي، د سولې په تړاو د طالبانو او امریکا په خبرو کې پرمختګ شوی او ښايي خبرې تر اختر وروسته هم دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملا خیرخوا په تازه څرګندونو کې ویل ښايي د امریکا ځانګړی استازی له اختر وروسته بیا قطر ته ورشي او د سولې خبرې به دوام وکړي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وړاندې تر دې د طالبانو بل غړي عباس ستانکزي او دغه راز د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

سهیل شاهین پرون اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د خبرو د دې دور په پای کې د موافقې د نهايي کېدو توقع لري.

شاهین پرته له دي چې پر ډېرو جزیاتو خبرې وکړي، اسوشېټېډ پرېس ته ویلي: په موافقه کې به اوربند او د افغانستان له استازو سره د طالبانو خبرې شاملې وي.

د اسوشېټېډ پرېس په لیکنه، شاهین دا نه ده واضح کړې چې د افغانستان له استازو یې هدف د حکومت رسمي استازي دي او که دا چې د پخوا په څېر به د حکومت له استازو سره د عادي افغانانو په موقف کې خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119290

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/119290/

جمهور
  http://jomhornews.com