د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جرمني له لوړ پوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد جرمني ته تللی او برلېن کې یې د المان له بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره کتلي دي.
په دغه لیدنه کې د المان د بهرنیو چارو له وزیر هیکو ماس ویلي، دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد ویلي د جرمني د ملاتړ ژمنه یې ترلاسه کړې ده او دی به په دې برخه کې خپلو نورو هڅو ته ادامه ورکوي.
زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال ځینې هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي، چې تر هند وروسته اروپا ته ولاړ.
خلیلزاد هند ته له روانېدو سره خبر ورکړی و، چې د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی او دوی هڅه کوي، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي.
ویل کېږي امریکا او طالبان موافقې ته نېږدې شوي، چې د اختر نه وروسته به هم خبرې دوام وکړي او ښايي د اختر په څلورمه یا پنځمه تړون لاسلیک شي.
د طالبانو د قطر دفتر غړي ملا خیراالله خیرخوا تایید کړې، چې ښايي له امریکا سره خبرې له اختره وروسته بیا پیل شي او خلیلزاد دغه خبرو ته ورشي.
بل لور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده د دې دورې تر پاي پورې موافقه وشي.
شاهین ویلي، په موافقه لیک کې د اوربند او د افغانستان له استازو سره د خبرو موضوع هم شامله ده، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل