ټرمپ بیا له کېم جونګ اون سره ګوري

19 اسد 1398 ساعت 11:30

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي یو ځل بیا د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي یو ځل بیا د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته یو لیک لېږلی و او اوس یې د هغه څخه هم ورته یو لیک تر لاسه کړی دي.

اون ته د ټرمپ په لیک کې لیکل شوي وو چې دواړه لوري به ډېر ژر بیا سره و ویني او د اړیکو پر ښه کولو به خبرې وکړي.

ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې شمالي په دې وروستیو کې یې د ځينو توغندیو ازموینې هم ترسره کړې دي.

د یادونې ده، چې له دې سره جوخت کیم جونګ اون د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو تمریناتو هم ناراضه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com