جنرال پټریوس:

امریکا دې په افغانستان کې تېر تاریخ بیا نه تکراروي

19 اسد 1398 ساعت 11:44

امریکايي جنرال او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس وايي، امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو تېروتنه کوي.


امریکايي جنرال او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډیویډ پټریوس وايي، امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو په ایستلو تېروتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په یوه تازه خپره کړې مقاله کې له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، که امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، نو د عراق تېروتنه به په دغه هېواد کې تکرار کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي.

دغه پخواني امریکايي جنرال ویلي، امریکا دې دا تېروتنه نه کوي او امریکايي چاروکې دې په افغانستان کې تېر تاریخ بیا نه تکراروي.

جنرال ډیویډ پټریوس ټینګار کړی، چې امریکا دې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ یقیني کړي او وروسته له هغه دې اقدام وکړي.

دغه پخوانی امریکايي جنرال پر داسې مهال له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو اندېښنه شي، چې امریکا لا هم طالبانو سره د سولې په خبرو بوخته ده او ویل کېږي، چې دواړه لوري د بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته رسېدلي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، ټرمپ هڅه کوي، چې د امریکا د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

خو ځینې سرچینې بیا وایي، امریکا ښایي د سولې تر تړون وروسته هم افغانستان کې خپلې فعالې استخباراتي ډلې پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119300

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119300/

جمهور
  https://www.jomhornews.com