قطر کې پر افغان سوله د امریکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې پای ته رسېدلې او دواړه لوري وايي، خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې له تېرو دوه اونیو راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې روانې وې، پرون دوشنبې شپه پای ته رسېدلي دي.
په دغه خبرو کې د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانېزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه، خو بیا هم موافقه لیک لاسلیک نه شو.
د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې مذاکرات کټور وو.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته په خپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې چې دا لوی اختر به د افغانانو لپاره د جګړې وروستی اختر وي.
نوموړي په افغانستان کې د جګړې د ټولو لورو پر مشرانو غږ کړی چې د اختر په مناسبت سولې ته کار وکړي.
په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو خبرو له پای سره هم مهاله افغان حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره هیله مندي ښودلې ده..
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي((موږ ګورو او په تمه یوو، موږ حالت له نږدې څارو، هر هغه مذاکرات چې پایله یې په افغانستان کې د جګړې ختم او اوربند وي، زموږ لپاره مهمه ده.)).
د هغه په وینا تر دامهاله چې مذاکرات شوي، ښکاره پایله یې نه ده معلومه شوې او طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.
ښاغلی صدیقي وايي، افغانان د جنګ پای غواړي او د یوې تلپاتې او باعزتې سولې غوښتونکي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل