کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.
د کورنیو چارو وزارت: طالبانو یو بندي هم نه دی خوشی کړی
22 اسد 1398 ساعت 14:27
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو تر اوسه له خپلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت د خوشې کړیو ۷۶ کسانو په ډله کې یو افغان سرتېری هم نه دی خوشې کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خوشې شوي کسان د خوست، کندوز، ارزګان او سرپل خلک دي چې د دوی د پلټنو په اساس یو افغان سرتېری هم په کې نه شته چې ګواکې طالبانو دې راخوشې کړی وي.
کورنیو چارو وزارت وايي، که طالبانو رښتیا هم د امنیتي ځواکونو د خوشېکولو پرېکړه کړې وي، نو د هغوی د نومونو لیست دې خپور کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت د ملي امنیت له زندانونو څخه د سولې برخه کې د ښه نیت په خاطر ۳۵ طالب بندیان خوشې کړل.
دغه راز یې کوچني اختر کې هم ۹۰۰ طالبان خوشې کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 119356
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119356/