جرمني ۶ کالونو کې ۷۷۰ افغان همکارانو ته پناه ورکړې

22 اسد 1398 ساعت 15:03

د جرمني د دفاع وزارت وايي، وروستیو ۶ کلونو کې یې هغو ۷۷۰ افغان همکارانو ته په المان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.


د جرمني د دفاع وزارت وايي، وروستیو ۶ کلونو کې یې هغو ۷۷۰ افغان همکارانو ته په المان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.
 

د جمهور آژانس د خبر له مخې جرمني ویلي، دغو افغان همکارانو سره یې د کورنیو شاوخوا ۲۵۰۰ نورو غړو ته هم المان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده چې په افغانستان کې له خطر او امنیتي ګواښونو سره لاس و ګرېوان وو.
 
دغه وزارت وايي، د افغاني همکارانو له ډلې د هر یو کس دوسیه په جلا ډول څېړل شوې او کورنۍ یې هم المان کې منل شوې دي، خو دا مهال ورسره د ۲۰۰۰ افغانو همکارانو نور درخواستونه هم پراته دي چې په اړه یې پرېکړه لا نه ده شوې.

سرچینې زیاته کړې، هغه کسانو چې په افغانستان کې يې د دوی له ځواکونو سره کار کړی دی او اوس خطر احساسوي، نو له الماني ځواکونو سره په افغانستان کې له دندې ختمولو دوه کاله وروسته کولی شي چې المان کې د پناه عریضه ورکړي.

د  جرمني ځواکونه له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې مېشت دي چې په ۲۰۱۴ کې یې نظامي ماموریت د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره وتړل شو او اوس افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119358

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119358/

جمهور
  https://www.jomhornews.com