ولسمشر غني:

د سولې هغه تړون نه لاسلیکوم، چې ملت یې تصویب نه کړي

23 اسد 1398 ساعت 8:00

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې تړون به تر هغه لاسلیک نه کړي، څو چې د افغانستان د ملت له لوري نه وي تصویب شوی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې تړون به تر هغه لاسلیک نه کړي، څو چې د افغانستان د ملت له لوري نه وي تصویب شوی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د زمري ۲۲ مه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ په وینا کې دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي د افغان ځواکونو د همغږۍ ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دغه ځواکونو د دښمن پلانونه شنډ او د جګړې په میدان کې له ماتې سره مخ کړي دي.

د هغه په وینا اوسنۍ جمهوري نظام هم د همدغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او مېړانې له برکته دی او ټینګار یې وکړ، چې د دوی پر سر به هېڅ ډول معاملې ته غاړه کېنږدي.

ولسمشر غني ویلي، په امنیتي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او اوس د ملي امنیت منسوبین ګمنامه نه دي بلکې په وینا یې دوی ځانګړی شرافت او حیثیت لري.

ښاغلي غني و ویل د افغان هوايي ځواکونو په پيلوټانو به شپږ اوونۍ وروسته یوه یوه نومره ځمکه وویشل شي او هره قول اردو کې به رهایشي ښارګوټي جوړکړي تر څو امنیتي سرتېري په کې له کورنیو سره یو ځای واوسېږي.

ښاغلي غني و ویل، چې سوله راتلونکې ده خو د سولې تړون به تر هغه لاسلیک نه کړي، تر څو د ولس له خوا تصویب شوی نه وي.

ولسمشر و ویل« هغه د سولې هوکړه به لاسلیک نه کړم چې د افغانانو هویت او ملي اقتدار ته صدمه رسوي، مذاکراتو ته بې قیده او بې شرطه ځو، خو سوله شرط لري، د نظام ساتنه زموږ دنده ده، انتحار او انفجار اسلام کې نشته.»

ده پر افغان ځواکونو غږ وکړ، لکه څنګه یې چې د تېرو ولسي جرګې ټاکنو امنیت خوندي کړی و، دغه راز باید د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم بشپړ چمتوالی ولري.

هغه ټینګار وکړ، چې د قوې استعمال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي دنده ده​ او د سولې د تړون تر تصویبېدو دې په جدیت خپلې دندې ترسره کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه«تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لوري تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده، ستاسو دنده دا نه‌ده چې راشئ وګورئ چې سیاسي بادونه په کوم لوري خوځېږي، بلکې ستاسو دنده د دهېواد ساتل دي او زه د خپل اعلی سرقوماندان صلاحیتونه تاسو ته انتقالوم چې تاسو تر وروستۍ دقیقې په عزت قوه استعمال کړئ.»

ولسمشر ډاډ ورکړ، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین‌المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 



 


د مطلب کود: 119370

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119370/

جمهور
  https://www.jomhornews.com