د سولې او ټاکنو په اړه د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم اعلامیه

23 اسد 1398 ساعت 8:54

د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم وايي، د رهبرۍ غړو یې ټول پام د هېواد پر دوه مهمو ملي مسایلو چې ټاکنې او سوله ده راټول کړی دی.


د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم وايي، د رهبرۍ غړو یې ټول پام د هېواد پر دوه مهمو ملي مسایلو چې ټاکنې او سوله ده راټول کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټیم پرون سه شنبې د زمري ۲۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې د دوی د ټیم د رهبرۍ غړي، له نورو ګوندونو، سیاسي جریانونو او سیاسي مشرانو سره یو ځای د هېواد له دغه دوه مهمو ملي مسایلو چې سوله او ټاکنې دي، د ساتنې هڅې ګړندۍ کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې په ټاکنو کې روڼوالی نشته، مهندسي شوي، امنیت ته یې پاملرنه نه ده شوې، حکومت په کې ښکار لاسونه کوي او له دولتي امکاناتو په کې ګټه اخلي نو د سولې او اعتدال ټیم په بشپړه توګه خپل ټاکنیز کمپاینونه بند کړي دي.

دغه راز د سولې په اړه د دې ټیم په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی له لویه سره د دغه مهمې ملي پروسې د پلي کېدو او رسېدو لپاره له ټولو سیاسي ظرفیتونو او امکاناتو کار اخستی تر چې په هېواد کې روانه ۴۰ کلنه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

همدې ته په کتو دا مهال د سولې او اعتدال ټیم د ټاکنیزو کمپاینونو ځنډ ته په پام سره خپل ټول پام پر سوله راګرځولی او په دې برخه کې د دغه ټیم ټول غړي، رهبري له خپل هېڅ ډول هڅو او کوښښونو ځان ونه غړوي.

د سولې او عتدال ټيم ویلي، چې دوی د پیل په شان خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او په لوړه روحیه په دې برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com