سرچینې:

ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د سولې تړون ځای او نېټه معلومه شي

23 اسد 1398 ساعت 9:37

ځینې خبري سرچینې وايي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون ځای، نېټه او ضمانت کوونکي هېوادونه په ګوته او معلومه شي.


ځینې خبري سرچینې وايي، ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون ځای، نېټه او ضمانت کوونکي هېوادونه په ګوته او معلومه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ اتم پړاو خبرې وړمه ورځ (دوشنبې د زمري ۲۱ مه) د قطر پلازمېنه دوحه کې پای ته ورسېدې.

دواړه لوري وایي، چې د تخنیکي کمېټو له خوا خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او تمه ده، چې ډېر ژر د سولې تړون وروستۍ او لاسلیک شي.

دوی وایي، د دواړو لورو استازي د سولې په برخه کې د نورو اقداماتو پر سر د سلا مشورو لپاره د خپلو مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

تراوسه د دواړو خواو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره کومه ڼیټه نه ده اعلان شوې، خو تمه کیږي، چې دواړه خواوې به د اختر د رخصتیو وروسته بیرته په دوحه کې خبرو سره کښیني.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو خبرې وروستۍ شوې او ډېر ژره به د سولې د تړون کره ځای، نېټه او ضمانت کوونکي هېوادونه په ګوته شي.

د سرچینو په وینا ګمان کېږي، چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون به په ناروې او یا هم جرمني کې وشي، خو نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

پخوانی طالب چارواکی او طالبانو ته نېږدې سرچینه سید آکبر آغا هم وايي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په ډېرو خبرو توافق شوی او ښايي تړون لاسلیک کړي.

د هغه په وینا د دواړو لورو تر منځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال وېش او ځینو نورو لایو مواردو موافقه شوې او اوس یوازې د امارت د نوم پر سر کار روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com