کابل کې د حقاني شبکې یو غړی نیول شوی دی

23 اسد 1398 ساعت 13:23

کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د زمري ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه غړۍ د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ځانګړو پولیسو په یاده سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې د سرادار محمد مشور په خلیفه داود په نوم د حقاني شبکې یو مهم غړی ونیوه.

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کس د وسله والو لپاره د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو برابرولو مسوولیت په غاړه درلود.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 119385

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119385/

جمهور
  https://www.jomhornews.com