۰

طالبانو له امریکا سره د سولې تړون ضمانت ته روسیه هم وربللې

پنجشنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون لاسلیک مراسمو ته روسیه هم وربلل شوې ده.
طالبانو له امریکا سره د سولې تړون ضمانت ته روسیه هم وربللې
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون لاسلیک مراسمو ته روسیه هم وربلل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې له الزویشیا ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، په دې تړاو ورسره خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا ته د طالبانو یو مهم شرط همدا دی، چې روسیه او چین به د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې ضمانت کوي.

کابلوف وايي، په دې اړه خبرې لا وروستۍ شوې نه دي، خو په خبره یې کله چې دوی یوې پایلې ته رسېږي مسکو تمه لري، چې امریکا به ورسره وروستي معلومات شریک کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې طالبانو ته د امریکا شرط بیا دا دی، چې اوربند او له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې کوي.

د هغه په وینا امریکا طالبانو ته په ټینګار ویلي، چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه په دې شرط باسي، چې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د روانې اګست میاشتې ۱۷ مه د ناروې اسلو ښار کې لاسلیک شي.

سرچینې وايي، د دغه تړون د لاسلیک د شاهدانو او ضمانت کوونکو په توګه، د روسیې، چین، نړوالې ټولنې، اسلامي هېواد د همکارۍ سازمان، قطر، ایران او پاکستان استازي هم وبلل شوي دي.

له دې سره په څنګ پرون طالب سرچینو دا هم ویلي، چې د دوی مشران له امریکا سره د کېدو تړون په اړه په سلا مشورو سره بوخت دي او په دوه ورځو کې به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي