ملي امنیت شورا:

زرمت کې د عملیاتو پر مهال ملکی وګړي هم وژل شوي، پلټنه یې کوو

24 اسد 1398 ساعت 9:08

د افغانستان د ملي امنیت شورا ملنې، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.


د افغانستان د ملي امنیت شورا ملنې، چې د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځای خلک وایي، افغان ځواکونو د تېرې یکشنبې په شپه په زرمت ولسوالۍ کې چاپه وهلې او پر مهال یې ۱۱ تنه ملکي وګړي، چې محصلین او استادانو و وژلي دي.

خو د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې یو شمېر طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

ملي امنیت شورا هم تېره شپه په خپره کړې خبرپانه کې تایید کړې، چې په دغه عملیاتو کې ملکي وګړي هم وژل شوي خو وايي، په اړه یې پلټنې کوي.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د دغه پېښې په اړه د جدي پلټونو امر کړی او امنیتي ځواکونو ته یې ټینګه سپارښتنه کړې، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com