عمران خان: هغه وخت رارسېدلی، چې هند ته سبق وښایو

24 اسد 1398 ساعت 9:22

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، کشمیر کې به د هند هر ډول تیري ته ځواب وواي.


د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، کشمیر کې به د هند هر ډول تیري ته ځواب و واي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان چې پرون د اګست ۱۴ مه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته تللی و کشمیریانو ته ډاډ ورکړ، چې په هر حالت کې به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي د هېواد د خپلواکۍ د درې اویایمې کلیزې په مناسبت غونډه کې ټینګار وکړ، چې د کشمیریانو د کورواکۍ لپاره به دوی په روانه مبارزه کې یوازې پرې نږدي.

د پاکستان لومړي وزیر هند ته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هر ډول برید پر وړاندې خبرداری ورکړ او ویلې دي،د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سبق ور وښايي.

د هغه په وینا پوځ د اعتبار وړ استخباراتي مالومات ترلاسه کړي چې ګواکې هند د پاکستان واک لاندې کشمیر کې د برید پلان لري او پاکستان بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی.

عمران خان زیاته کړې، چې د هند حکومت لخوا د هندي کشمير د نیمه خودمختارۍ حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه ستراتیژیکه تېروتنه ده او دا به هند ته ګرانه پرېوزي.

د یادونې ده، د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو، چې هند استخباراتو په هندي کشمیر کې پر یوه زیارت د پاکستاني ترهګرو له خوا د یوه لوی برید په اړه معلومات تر لاسه کړل.

تر دې معلوماتو وروسته هند پولې ته نېږدې سیمې له خلکو د سیمې د پرېښودو غوښتنه وکړه او ګڼ سرتېري یې پولې ته ولېږلې.

ورپسې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هندي کشمیر کورواکۍ لغوه اعلان کړه او ویې ویل، چې په دې کار سره به هندي کشمیریان د ترهګرو له بریدونو خوندي او سوکاله ژوند به ولري.

د هند دغه اقداماتو د پاکستان غوسه هم راوپاروله، له هند سره یې اقتصادي اړیکې وځنډوې، هندي سفیر یې له اسلام آباد وایست او خپل سفر یې له ډهلي وروغوښت.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119401

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com