مسکو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې اور اخیستی

24 اسد 1398 ساعت 11:42

راپورونه وایي، روسیه کې یوه مسافر وړونکې ۳۲۰ ډوله الوتکې تر اور اخیستنې وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده.


راپورونه وایي، روسیه کې یوه مسافر وړونکې ۳۲۰ ډوله الوتکې تر اور اخیستنې وروسته بېړنۍ ناسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې د ۳۲۰ ډوله ایرباس الوتکې د مسکو د رامنسکویه هوايي ډګر کې له الوت وروسته یوه ماشین اور اخیستی، چې له امله یې الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې.

خبري سرچینې وايي، په دغه الوتکه کې ۲۲۶ مسافر هم سپاره و، چې د دریو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه په کې ټپیان شوي او نور ټول ژغورل شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د الوتکې اور هم مړ کړای شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119414

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119414/

جمهور
  https://www.jomhornews.com