۰

د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور په کوټه کې وژل شوی دی

شنبی ۲۶ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۱
راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور مولوي احمدالله د بلوجستان ایالت په کوټه کې د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور په کوټه کې وژل شوی دی
راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور مولوي احمدالله د بلوجستان ایالت په کوټه کې د یوې چاودنې له امله وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون د اګست ۱۶ مه له ډېورنډ کرښې پورې غاړه د بلوجستان ایالت د مرکز کوټې په کچلاک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، د کچلاک سیمې د لندي کلي په یوه دیني مدرسه کې د جومات د نن چاودنه شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله ورور مولوي احمدالله هم شامل دی.

د ځايي پولیسو یو مشر عبدالعلي ویلي، چاودنه د ننه په جومات کې رامنځ ته شوې، چې ښايي کنټرول بم و او له وړاندې په جومات کې اېښودل شوی وو.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو طالب سرچینو منلې چې په چاودنه کې د ملا هبت الله ورور وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې امنیتي سرچینو د کندهار د شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو تر منځ د بوم دښته کې د طالبانو د دفاع وزیر یا نظامي کمېسیون د عمومي مشر صدر ابراهیم د وژل کېدو خبر هم ورکړی وو.

خو طالبانو دغه خبر رد کړه او ویلي یې و، چې د دوی د دفاع وزیر ژوندی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي