د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کشمیر د مسالې په اړه غونډه کړې

26 اسد 1398 ساعت 9:28

راپورونه وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیرد وضعیت ارزولو لپاره مشورتي غونده کړې او د دغه سیمې وضعیت یې خطرناک بللی دی.


راپورونه وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیرد وضعیت ارزولو لپاره مشورتي غونده کړې او د دغه سیمې وضعیت یې خطرناک بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، دغه غونده د تړلو دروازو تر شاه شوې او په کې د کشمیر وضعیت خطرناک ښودل شوی دی.

له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي، چې هند او پاکستان دواړه باید په یوه اړخیزه توګه کشمیر کې له اقدام کولو ډډه وکړي.
 
په ورته وخت ملګرو ملتونو کې د هند استازي ایس اکبرالدین ویلي، له خپل اساسي قانونه د ۳۷۰ مادې لرې کولو موضوع د هند کورنۍ مسئله ده.

د هغې په وینا هند د کشمیر په تړاو ټولو هوکړو ته ژمن دی او دا باید د هند او پاکستان تر منځ په خپلمنځي توګه حل شي.

بل لور ته ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي د امنیت شورا غونډې رابللو هرکلی کړی دی. د لودي له قوله ویل شوي، دغه غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 119455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com