رانډ پال:

که ټرمپ افغان سوله وکړه، باید د سولې د نوبل جایزه ورکړل شي

26 اسد 1398 ساعت 9:42

امریکايي سناتور رانډ پال ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې سوله وکړه، نو باید د سولې د نوبل هغه جایزه ورکړل شي چې د سولې کمېټې پخواني ولسمشر بارک اوباما ته ورکړې ده.


امریکايي سناتور رانډ پال ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې سوله وکړه، نو باید د سولې د نوبل هغه جایزه ورکړل شي چې د سولې کمېټې پخواني ولسمشر بارک اوباما ته ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د کانګریس دغه جمهوریپال غړي زیاته کړې، چې اوباما په افغانستان کې جګړه پراخه کړه، نو د نوبل د سولې کمېټه باید ورڅخه خپله جایزه بېرته واخلي.

هغه ویلي«اوباما د نوبل د سولې جایزه وګټله خو په نهایت کې نوموړي افغانستان ته د جګړې لپاره یولک نور ځواکونه ولېږل چې په دې هیواد کې د جګړې اور لا تود کړي.»

نوموړي زیاته کړې، که ډانلډ ټرمپ په رښتیا د افغانستان جنګ پای ته ورسوي، نو د نوبل د سولې کمېټه باید له اوباما څخه د سولې جایزه بېرته واخلي او ټرمپ ته یې ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com