روسیه:

د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو له یوه نومانده هم ملاتړ نه کوو

27 اسد 1398 ساعت 9:10

روسیې هغه راپورونه په کلک رد کړي، چې ګڼې مسکو د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له یوه ځانګړي نوماند ملاتړ او مالي مرسته یې کوي.


روسیې هغه راپورونه په کلک رد کړي، چې ګڼې مسکو د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې له یوه ځانګړي نوماند ملاتړ او مالي مرسته یې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې ګنګوسې او راپورونه و، چې ګڼې روسیه د افغان ولسمشرۍ ټاکنو له یوه ځانګړي نومانده ملاتړ کوي، خو اوس مسکو ویلي دا هسې اوازې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له هېڅ یو کاندید څخه ملاتړ نه کوي، ځکه دا د افغانستان یوه داخلي موضوع ده.

دغه راز یاد وزارت ویلي، دوی په افغانستان کې روان وضعیت له نېږدې څاري او تمه لري، چې ټول بهیرونه په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com