سرچینې:

د امریکا او طالبانو خبرې بیا پیلېږي خو دا ځل به ډېرې لندې وي

27 اسد 1398 ساعت 9:47

قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ویلي، د دوی او امریکا تر منځ راتلونکې خبرې بیا پیلېږي خو په وینا یې دا ځلي خبرې به ډېرې لنډې وي.


قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ویلي، د دوی او امریکا تر منځ راتلونکې خبرې بیا پیلېږي خو په وینا یې دا ځلي خبرې به ډېرې لنډې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې د دوی او طالبانو خبرې به روانه اونۍ پیل شي، خو کره ورځ یې نه ده په ګوته کړې.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا دا ځل خبرې به ډېرې لنډې وي، ځکه دواړو غاړو پر اختلافي ټکو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړې دي.

په ورته وخت کې ځینې ناتاييد شوي راپورونه وایي، ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون سبا دوشنبې د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده لاسلیک شي.

طالبانو په کوټه کې د خپل مشر ملا هبت الله د ورور پر وژل کېدو هم خواشي څرګنده کړې وايي، د پېښې په اړه به پلټنې کوي، خو په وینا یې له امریکا سره به خپلو خبرو ته هم ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې طالب سرچینو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د مشرانو تر منځ یې له امریکا سره پر نهايي تړون سلا مشورې پیل کړې او ډېر ژر به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

دغه راز د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم وړمه ورځ له خپلو نېږدې سلاکارانو، لوړ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګو خبرې کړې دی.

ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې پروسې د وروستیو خبرو په اړه د ولسمشر ټرمپ په ګډون لوړ پوړو امریکايي چارواکو ته معلومات ورکړي.

سرچینې وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د ځواکونو د وتلو خبر نهايي شوې خو د اوربند او له افغان حکومت سره د خبرو موضوع لا هم ګونګه پاتې ده.

د افغان سولې پر سر د امریکايي چارواکو تر ناستې وروسته ولسمشر ډمپ دغه ناسته ښه بللې ویلي یې دي، هڅه کوي له مقابل لوري سره یوه ښه توافق ته ورسېږي، چې پر مت یې افغان کې ۱۹ کلنه جګړه پای ومومي او سوله ټینګه شي.

تر دغه ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ناسته ګټوره بللې او د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو ته یې اشاره کړې ده.

پمپیو په ټوېټر پیغام کې لیکلي« موږ له افغانستان سره په مشترکه همکاري کې ، د تاوتریخوالو د کمیدو او د اوربند په ګډون د سولې د یو هر اړخیز توافق ترلاسه کیدو ته ژمن یو.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com