طالبانو ته نېږدې سرچینه:

د طالبانو او امریکا د سولې تړون سبا د افغانستان د آزادۍ په ورځ لاسلیکېږي

27 اسد 1398 ساعت 10:46

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه سبا دوشنبې د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده لاسلیکېږي.


طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه سبا دوشنبې د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده لاسلیکېږي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو موضوعات حل شوي او دواړو لورو کلي توافق پرې کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژره جمهور آژانس ته په تلېفوني خبرو کې و ویل، چې پورته دواړه موضوعګانې د سولې په توافق لیک کې شاملې دي او ښایي دغه تړون سبا دوشنبې د زمري ۲۸ مه لاسلیک شي.

نوموړي دا ونه ویل چې دغه تړون په قطر او که کوم بل هېواد کې لاسلیکېږي خو وړاندې ځینو سرچینو ویل، چې ښايي تړون د ناورې په اسلو ښار کې لاسلیک شي، چې د لاسلیک په مراسمو کې به یې د روسیې، چین، نړیوالې ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، قطر، ایران او پاکستان استازي هم ګډون ولري.

مژده هم وایي، چې د سولې تړون د لاسلیک پر مهال به د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او د افغانستان په موضوع کې ښکېل نورو هېوادونو استازي هم ګډون ولري.

د سیاسي چارو دغه کارپور زیاتوي، چې په تړون کې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې مشخصه شي او طالبان به هم دا ضمانت ورکړي، چې نور د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد نه کارول کېږي.

نوموړی و ویل، چې په دې هوکړه کې به د اوربند او د افغانستان د راتلونکي نظام څرنګوالی به په دغه تړون کې نه وي شامل ځکه دا د افغانستان داخلي موضوع ده او په بین الاافغاني مذاکراتو کې به پرې خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي، چې له امریکا سره د تړون ځینې جزیات لا هم نه دی نهايي شوي او کار پرې روان دی.

نوموړي ویلي، کله چې دغه جزیات هم نهايي شي نو وروسته به د تړون د لاسلیک ورځ هم مشخصه او اعلان به یې وشي.

شاهین ویلي«له امریکا سره د توافقنامې د لاسلیک ورځ تراوسه نده ټاکل شوې، کله چې ځیني پاته جزئيات نهایي شي بیا به داعلان په اړه تصمیم نیول کیږي. موږ ډاډه یو چې یو ځل بیا به افغانستان ته په واقعي معنا  استقلال اعاده شي چې ټول ولس به پرې ویاړي.»

که څه هم شاهین ویلي، چې لا هم د تړون د لاسلیک ورځ نه ده مشخصه شوې، خو وروستې جملې چې یو ځل بیا به افغانستان ته په واقعي معنا استقلال اعاده شي ښکاري، چې ښايي دغه تړون سبا دوشنبې د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده، لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 119491

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119491/

جمهور
  https://www.jomhornews.com