بلخ کې ماین چاودنې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژلي دي

27 اسد 1398 ساعت 11:22

سیمه ییز چارواکي وایي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، بلخ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د زمري ۲۷ مه د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په حیه تان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د دولت آباد ولسوال محمد یوسف وايي، د ولسي وګړو سراچه موټر له دولت آباد ولسوالۍ مزار شریف ښار ته روان و، چې په یاده سیمه کې پرې د سړک د غاړې ماین چاتودنه شوې.

نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې پنځه تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

دی وايي، په چاودنه کې موټر په بشپړه توګه تخریب شوی نو ځکه د یو شمېر مړو جسدونه هم د تشخیص وړ نه دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

په بلخ کې ۱۱ تنه ولسي وګړي پر داسې مهال په ماین چاودنه کې وژل کېږي، چې تېره شپه پلازمېنه کابل کې هم په یوه هوټل کې د واده په مراسمو په ځانمرګي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119493

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119493/

جمهور
  https://www.jomhornews.com