یوناما: په قصدي توګه د ملکیانو وژل ستر جنایت دی

27 اسد 1398 ساعت 15:23

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په کابل کې د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی وايي، په قصدي توګه د ملکیانو وژل ستر جنایت دی.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په کابل کې د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی وايي، په قصدي توګه د ملکیانو وژل ستر جنایت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پرون شپه (د زمري ۲۶ مه) ۱۰:۳۰ د کابل لوېدیځ ته د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د دارالامان په سړک په یوه هوټل کې، چې د واده مراسم په کې و، ځانمرګی برید وشو.

کورنیو چارو وزارت وايي، برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو داعش ډلې یې مسوولیت په غاړه اخیستی.

په کور د ننه او بهر دغه برید په کلکو ټکو غندل شوی او دا یې یو ستر بشري او ضد انساني جنایت بللی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې په کابل کې د تېرې شپې برید غندلی دی.

یوناما وایي ترهګرو ډلو په لوی لاس ملکي وګړي په یوه واده کې په نښه کړي چې دا پېښه بوږنوونکې او د جدي اندېښنې وړ ده.

د یوناما مشر تادامیچي یامموتو وايي، په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کول او د دوی د ژوند امنیت ته ستونزې جوړول ستر جنایت دی او په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي.

یامموتو ددغه پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده او تر څنګ یې ددې غوښتنه هم کړې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید لا ډېر جدي او مهم اقدامات ترسره شي.

نوموړي ویلي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او هڅه کوي دغه هېواد ته ددایمي امنیت او ثبات په راتګ کې همکاري وکړي.

ولسمشر غني بیا پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه ستر بشري جنایت پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د عاملینو په نیولو او محکمه کولو کې باید د افغان ملت تر څنګ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com