ټرمپ:

راتلونکو څو اونیو کې به د افغانستان په اړه اخستل کېدونکي ګامونه په ډاګه کړو

28 اسد 1398 ساعت 8:58

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغان حکومت او طالبانو سره خبرو کې ښه پرمختګ شوی او ډېر ژر به په دې اړه اخستل کېدونکي ګامونه په ډاګه کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغان حکومت او طالبانو سره خبرو کې ښه پرمختګ شوی او ډېر ژر به په دې اړه اخستل کېدونکي ګامونه په ډاګه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې په نیوجرسي ایالت کې یې خبریالانو ته خبرې کولې و ویل، امریکا غواړي افغانستان کې د سرتېرو شمېر کم کړي، خو استخباراتي ځواک به هلته وي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د استخباراتي ځواک پرېښودو دلیل دا دی، چې امریکا نه غواړي، دغه هېواد د ترهګرۍ په ازمایښت ځای بدل شي.

ولسمشر ټرمپ ویلي«د لږو ځواکونو په لرلو سره کولی شو وضعیت ښه کنټرول کړو. کېدای شي چې د ځواکونو شمېر یو څه را کم کړو او بیا به پریکړه وکړو. دا پریکړه به طالبانو او افغان حکومت پورې تړاو ولري، خو یوه مساله شته چې باید هواره شي، بله مساله دا ده چې موږ به د پام وړ استخباراتي حضور د هغو دلایلو له امله ولرو چې ما ورته اشاره وکړ.»

ښاغلي ټرمپ وویل له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی اوس افغان حکومت او طالبانو پورې اړه لري چې دوی څه کوي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پایلې ته په کتو به امریکا خپله پریکړه کوي.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې په همدې تړاو به راتلونکو څو اونیو کې اخستل کېدونکي ګامونه هم په ډاګه کړي.

د یادونې ده، چې ټرمپ یو ځل تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې افغانستان څخه سرتېري باسي خو یوه قوي استخباراتي ډله به هلته پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119514

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119514/

جمهور
  https://www.jomhornews.com