د رای اچونې مرکزونو، محلونو او د رای ورکوونکو شمېر اعلان شو

28 اسد 1398 ساعت 9:18

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رای اچونې د مرکزونو، محلونو او د رای ورکوونکو شمېر اعلان کړ.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رای اچونې د مرکزونو، محلونو او د رای ورکوونکو شمېر اعلان کړ.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکو پرون یکشنبې د زمري ۲۷ مه په یوه علني غونده کې و ویل، چې د کوچیانو او سیکهانو په ګډون ۹ میلیونه ۶ لکه، ۶۵ زره ۷۴۵ په شرایطو برابر کسان به په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي.

د کمېسیون له خوا دغه تصویب شو او زیاته یې کړه، چې په دې شمېر کسان کې ۶۳۳۱۵۱۵ نارینه او ۳۳۳۴۲۳۰ ښځې دي.
 
دغه راز د کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې د ټاکنو په ورځ به ټول ۵۳۷۳  مرکزونه چې ۲۹۵۸۶ محلونه کېږی پرانستي وي او رای اچونه به په کې تر سره شي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه محلونو کې ۱۸۴۶۷ د نارینه‌ وو او ۱۱۱۱۹ د ښځو محلونه شامل دي، چې په وینا یې د هر محل د رای ورکوونکو لېستونه به په وېب ‌سایټ کې خپاره او مرکزونو ته به ولېږل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې و ویلو چې له اټکل سره سم به په هر محل کې ۴۰۰ تنه وکولی شي رایه وکاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 119516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com