چین:

طالبان باید د سیاسي ډلې موقف خپل کړي او وسله پر ځمکه کېږدي

28 اسد 1398 ساعت 9:29

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړی استازی ډینګ شیجون وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.


د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړی استازی ډینګ شیجون وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شیجون دغه څرګندونې پرون یکشنبې د زمري ۲۷ مه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د روانې جګړې د کمېدو او درېدو لپاره اوربند ته غاړه کېږدي.

د چین ځانګړي استازي ټینګار کړي، چې د افغانستان د ثبات لپاره یوازینۍ لار دا ده، چې طالبان د سیاسي ډلې موقف خپل کړي او وسله پر ځمکه کېږدي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم ویلي، طالبان یوه ډله ده او د سیمې هېوادونو ته نه ده په کار چې له دوی سره د یوې رسمي سیاسي ډلې په څېر چلند وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې طالبان لا هم په جګړه باور لري او د بین الافغاني مذاکراتو مخالفت کوي.

بل خوا د چین استازي ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې باید ښې شي او چین په دې برخه کې د منځګړي رول ادا کوي.

خو ولسمشر غني په دې اړه ویلي، چې افغان حکومت له پاکستان سره رښتینی دی، ولې پاکستان لا هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 119517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com