خلیلزاد:

د سولې پروسه چټکه وو، دا بریا به افغانان د اعش ماتولو ته لا غښتلي کړي

28 اسد 1398 ساعت 11:27

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې د وړمې شپې خونړی برید په کلکه غندلی وایي، امریکا غواړي د سولې پروسه چټکه کړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل کې د وړمې شپې خونړی برید په کلکه غندلی وایي، امریکا غواړي د سولې پروسه چټکه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دا څرګندونې په یوه ټوېټ کې وروسته له هغې کړې، چې وړمه شپه د کابل په یوه هوټل کې د واده په مراسمو ځانمرګي برید ۶۳ تنه و وژل او ۱۸۰ نور یې ټپیان کړل.

د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست او په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا برید د عاصم ال پاکستاني په نوم د دوی یوه بریدګر کړی دی.

خلیلزاد همدې برید ته په اشارې ویلي، چې د بین الاافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړی شي.

هغه لیکلي«د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو او دا بریا د داعش ماتولو ته افغانان لا سره غښتلي کوي.»

خلیلزاد په دې ټوېټ کې ټینګار کړی، چې د داعش ماتولو لپاره د افغانانو غښتلی دریځ اړین دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com