خیبرپښتونخوا کې چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

28 اسد 1398 ساعت 11:40

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتنونخوا کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتنونخوا کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۲۷ مه د خیبرپښتنوخوا په بر دیر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکو ویلي، چې په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا پېښه د شخصي دښمنې له امله رامنځ ته شوې، خو راپورونه وایي، په دغه چاودنه کې د طالبانو ضد د سولې خوځښت غړي په نښه شوي دي.

د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com