پاکستاني سفیر ته د افغان سفیرې ځواب:

افغان سولې پورې د کشمیر مسالې تړل تاوتریخوالي ته لمن وهل دي

28 اسد 1398 ساعت 11:50

واشنګټن کې افغان سفیر رویا رحماني د پاکستاني سفیر اسد امجد هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د کشمیر لانجه یې په افغان سولې پورې تړلې وه.


واشنګټن کې افغان سفیر رویا رحماني د پاکستاني سفیر اسد امجد هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې د کشمیر لانجه یې په افغان سولې پورې تړلې وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې واشنګټن کې د پاکستان سفیر ویلي و، چې د کمشیر لانجه به د افغانستان د سولې پروسه سخته متاثره کړي.

خو په ځواب کې یې افغان سفیرې رویا رحماني په یوه اعلامیه کې ویلي، د کشمیر او افغانستان د مسایلو یو ځای کول یو غیر مسوولانه او بې دلیله کار دی.

نوموړې زیاته کړې، کشمیر د پاکستان او هند خپلمنځي مسئله ده، دا چې عمران خان هڅه کوي دا موضوع په افغان سولې پورې وتړي، دا په اګاهانه ډول افغانستان کې د تاوتریخولي اور ته د لمن وهلو په معنا دی.

دافغانستان، د پاکستان له هغو هڅو سره مخالفت ښودلی چې ګواکې د کشمیر مسئله باید د افغانستان په سولې پورې وتړل شي.

مېرمن رحماني وايي، هیڅوک حق نه لري چې د افغانستان په لانجې پورې د کشمیر د لانجې تړلو په تړاو نظر ورکړي، بلکې دا یو غیر مسوولانه کار دی.

پاکستاني سفیر دا هم ویلي و، پاکستان نه شي کولی دوه ځایونو کې بوخت پاتې شي، بلکې دوی به د کشمیر په لانجې زیاتېدو سره خپل ځواکونه د افغانستان له پولې کشمیر ته ولېږدوي.

خو افغان سفیرې رویا رحماني، اسد مجید په اعلامیه کې پوښتلی چې په کوم مسوولیت دا خبره کوي چې افغان سوله د کشمیر له لانجې خرابېدای شي.

اغلې رحماني زیاته کړې دا یوه بهانه ده چې پاکستان د طالبانو پر ضد د اقداماتو نه اخیستلو لپاره کړې ده او په قاطعیت نه غواړي د دغې ملیشې مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com