هسپانیه کې افغان سفیر غلو وهلی او لوټلی دی

29 اسد 1398 ساعت 8:43

د هسپانیا پولیس او دیپلوماتیکي سرچینې وايي، دغه هېواد کې افغان سفیر همایون رسا غلو وهلی او لوټلی دی.


د هسپانیا پولیس او دیپلوماتیکي سرچینې وايي، دغه هېواد کې افغان سفیر همایون رسا غلو وهلی او لوټلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پولیسو یوه ویاند ویلي پر رسا د تېرې یکشبنې په ورځ د بارسلونا ښار د مرکزي برخې په یوه کوڅه کې د غلو له خوا برید شوی.

د دوی په وینا غلو سفیر همایون رسا وهلی، چې پر ځمکه لوېدلی او وروسته یې د لاسي ساعت په ګډون ټول توکي او پیسې ترې وړي دي.

ویل کېږي د سفیر همایون رسا ساعت ۲۵ زره ډالر قمیت درلود.

د هساپانیا مرکز مادرید کې د افغانستان سفارت هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې سفیر رسا په پښه کې ژول شوی خو نور ښه دی.

د یادونې ده، چې همایون رسا د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره بارسلونا ته تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119543

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119543/

جمهور
  https://www.jomhornews.com