ټرمپ له مودي او خان سره د کشمیر په اړه خبرې کړې

29 اسد 1398 ساعت 9:17

د امریکا ولسمشر د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره د کشمیر په اړه خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي.


د امریکا ولسمشر د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره د کشمیر په اړه خبرې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون دوشنبې د زمري ۲۸ مه له ښاغلي مودي او عمران خان سره په تلېفون خبرې کړې دي.

خپله ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، چې له خپلو دوه ښو ملګرو ښاغلي مودي او خان سره یې د کشمیر په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي، چې په ګډه د کشمیر ستونزې د حل هڅه وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې په سیمه کې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار خبرې دي او دواړه لوري باید د خبرو اترو له لارې ستونزې سره حل کړي.

دغه راز ټرمپ له ښاغلي مودي او عمران خان سره په دوه اړخیزه او سوداګریز اړیکو هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو، چې هند له هندي کشمیر څخه کورواکي واخسته او پولې ته یې ګڼ شمېر سرتیري واستول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119546

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119546/

جمهور
  https://www.jomhornews.com