کرزي له مودي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

29 اسد 1398 ساعت 9:59

مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې کتلي دي.


مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی او د دغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې معلومه نه ده، چې کرزی څه وخت هند ته تللی خو له مودي سره یې نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه کتلي دي.

راپورونه وايي، کرزي په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

نوموړي له افغانستان سره د هند د مرستې مهمې او ارزښتناکه بللې او هند یې هڅولی تر څو د افغان سولې په برخه کې خپله ټوله مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119549

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119549/

جمهور
  https://www.jomhornews.com