عبدالله، له جنرال مېلر، امریکا، روسیې، المان، ناروې او قطر له استازو سره کتلي

29 اسد 1398 ساعت 11:43

د افغان حکومت اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، کابل کې د روسې او قطر له سفیرانو، د ناورې له ځانګړي استازي او د امریکا او المان د سفارتونو له استازو سره کتلي دي.


د افغان حکومت اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، کابل کې د روسې او قطر له سفیرانو، د ناورې له ځانګړي استازي او د امریکا او المان د سفارتونو له استازو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه په خپله فسبوک پاڼه له یادو استازو سره د عبدالله د لیدنې ټول خبرونه خپاره کړي دي.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي، چې عبدالله له جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې پر روان وضعیت، سولې او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې کړې.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو ویلي یې دي، عبدالله د افغانستان لپاره د ناورې له ځانګړي استازي، د امریکا او لمان سفارتونو له استازو سره هم پر سولې او د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د ناورې هېواد پر چمتوالي خبرې کړي دي.

عبدالله د بین الاافغاني خبرو د کوربتو لپاره د ناروې له چمتوالي او همکاریو مننه کړې ویلي دي، چې سولې ته رسېدل د افغان حکومت او ولس لومړیتوب دی.

د ناروې استازي پیر البرت الساس هم ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بین الاافغاني خبرو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي او دغه راز یې کوربتوب وکړي.

پیر البرت الساس ټینګار کړي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سوله او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري او مرسته ونه سپموي.

عبدالله کابل کې د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره هم پر افغان سوله او ټاکنو خبرې کړې او د روسیې سفیر ویلي هېواد یې د افغانستان د سولې، ثبات او رڼو او باوري ټاکنو څخه ملاتر کوي.

سرچینه وایي، ښاغلي عبدالله د سولې په برخه کې د روسیې هڅې او مرستې وستایلې او په دې برخه کې یې د روسیې همکارۍ اړینې وبللې.

عبدالله ټینګار وکړ، چې دوه اړخیزه اړیکې باید پراخ شي او روسیه باید په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې افغان سوله د روسیې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د روسیې سفیر افغانستان او روسیه دوه پخواني دوست هېوادونه بللي ټینګار یې کړي، چې هېواد یې په افغانستان کې تل پاتې سوله غواړي.

الکساندر مانتیسکي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او دغه راز د رڼو او شفافه ولسمشریزه ټاکنو ملاتړ کوي.

دغه راز ښاغلي عبدالله په افغانستان کې د قطر له نوي سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره هم کتلي او پر دوه اړخیزه اړیکو یې ورسره خبرې کړي دي.

د قطر سفیر ویلي، چې دی به د افغانستان او خپل هېواد د اړیکو د ټنګښت او پراختیا لپاره کار وکړي او دغه راز به د افغان سولې په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119559

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119559/

جمهور
  https://www.jomhornews.com