طالبانو ته نېږدې سرچینه:

د امریکا او طالبانو هوکړه ځنډول شوی، امریکا په دوه لارې کې پاتې ده

29 اسد 1398 ساعت 12:31

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیکول د افغان حکومت د مداخلې له امله ځندول شوي او اوس امریکا په دوه لارې کې پاتې ده.


طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیکول د افغان حکومت د مداخلې له امله ځندول شوي او اوس امریکا په دوه لارې کې پاتې ده.

ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ لاسلیک شي، خو اوس طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د هوکړې لاسلیکول ځنډول شوي دي.

طالبانو ته نېږدې سرچینه او د سیاسي چارو شنونکی وحید مژره جمهور خبري آژانس ته تلېفوني خبرو کې و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ هېڅ ستونزه نشته خو اوس افغان حکومت اصلي ستونزه ده.

د مژده په وینا افغان ولسمشر محمد اشرف غني له سولې وړاندې ولسمشرۍ ټاکنې غواړي او د دې لپاره یې د امریکا په کانګرېس کې سخته لابي ګري پیل کړې ده.

نوموړي ټینګار وکړ، ولسمشر غني هڅه کوي، تر چې د امریکا د کانګریس قناعت پر دې شي، چې سوله تر ټاکنو وروسته وشي.

مژده و ویل«په اوس حال کې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې ځنډول یې له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې یو جز هم دی په دوه لاري کې پاتې ده، ځکه له یوه اړخه ځان د ولسواکۍ سالار بولي او پوهېږي، چې باید ټاکنې وشي او له بل پلوه سخت د سولې غوښتونکي دي، همدې مسالې د سولې هوکړه تر نامعلومې مودې پورې ځندولې ده.»

د هغه په وینا که څه هم افغان حکومت په هغه ځای کې نه دی، چې امریکا په دوه لارې کې ګیر کړي، خو دا چې امریکا درک کړې، که د ټاکنو مخالفت وکړي نو له ولسوالۍ سره یې مخالفت کړی، همدا لامل دی، چې په احتیاط ګامونه اخلي.

که څه مژده وایي، د هوکړې د لاسلیکول د افغان حکومت د مداخلې له امله ځندول شوي، خو د پاکستان انګلیسي ورځپاڼې ډان نیوز پرون په یوه راپور کې ویلي و، چې د امریکا سره د سولې د تړون خنډول د طالبانو کار دی.

ورځپاڼه وايي، طالبان هم غواړي وخت په لاس کې ولري او معاهده وځنډېږي، تر څو پوه شي چې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته کابل کې څه پېښېږي؟

ورځپاڼې زیاته کړې، چې د طالبانو تر منځ مذاکرات ۹۰ سلنه نه دي مخته تللي، بلکې که تللي وای نو اوس یې باید پاتې لس سلنه مسایلو باندې هم هوکړه راغلې وای.

 ډان ورځپاڼې زیاته کړې، یوازې له طالبانو سره د امریکا سوله هم په افغانستان کې جګړه نه شي ختمولی، تر څو ټول لوري په مذاکراتو کې ونډه ونه لري.

 ورځپاڼې په اخره کې لیکلي، امریکا په افغانستان کې د ډیموکراس د تحکیم په برخه کې ناکامه شوې ده، ځکه اوس ټول لوريو ته دا سخته شوې ده چې افغانستان کې به راتلونکی نظام څه وي؟
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 119561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com