امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیون ډالر مرسته کوي

29 اسد 1398 ساعت 14:52

کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په موخه د ۱۲۵ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړی دی.


کابل کې د امریکا سفارت له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو په موخه د ۱۲۵ میلیون ډالرو د ورکړې اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت له خوا نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته له کورنیو بېځایه شوو، سیلاب او طبیعي پېښو ځپلو، بېرته ګرځېدلو او اړمنو افغانانو سره وشي.

سرچینې ټینګار کړي، چې افغانان لا ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او نړیوالو ته په کار ده، چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د بشري مرستو په موخه خپله همکاري وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي امریکا تر دې وړاندې هم میلیونونه ډالر له افغانستان سره بشردوستانه مرسته کړې او لا به هم خپل مرستو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com