د روغتیا نړیوال سازمان:

افغانستان کې د ناامنیو له امله ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه تړلي پاتي دي

29 اسد 1398 ساعت 15:00

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د روانو ناامنیو له امله ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه لا هم تړلي پاتي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د روانو ناامنیو له امله ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه لا هم تړلي پاتي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه سازمان ویلي، د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تر دې دمه افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو ۸۷ بریدونه ثبت کړي دي.

سرچینه یاتوي، چې دا بریدونه د ۱۸ ولایتونو په ۵۳ ولسوالیو کې ثبت شوي، چې تر څنګ یې ځاني او مالي تلفات هم رامنځ ته شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې له ۱۳۴ مرکزونو ۳ په مکمل ټول ویجاړ شوي  او ۲۰ نور یې زیانمن شوي دي.

د دې سازمان د معلوماتو پر بنسټ په دغه بریدونو کې ۱۴ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او ۱۱۱ مرکزونه لا هم تړلي پاتې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com