کرکټ بورډ د بنګله دېش او زېمبابوې سره سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

29 اسد 1398 ساعت 15:30

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش او زېمبابوې پر وړاندې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.


د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش او زېمبابوې پر وړاندې سیالیو کې د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د جمهور آزانس د خبر له مخې د بورډ غوراوي کمېټې نن سه شنبې د زمري ۲۹ مه دغه لوبډلې اعلان کړې.

د غوراوي کمېټې له بنګله دېش سره د ټسټ لوبې لپاره د ۱۵ تنو او د افغانستان، بنګله دېش او زېمباوې تر منځ درې اړخیزه سیالیو لپاره ۱۷ تنه لوبغاړي اعلان کړل.

له بنګله دېش سره ټسټ لوبه به د سپټمبر له پنځمې تر نهمې پورې تر سره شي چې ورته د راشد خان په لوبډلمشرۍ احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ ټاکل شوي.

دغه راز درې اړخیزه شل اوریزه سیالیو لپاره چې د افغانستان لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۴ مه له زېمبابوې سره ده هم د لوبډلمشر راشد خان په ګډون اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق ټاکل شوي دي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال و ویل، رحمن الله ګربز شاهدالله کمال، فضل نیازی او نوین الحق هغه ځوان لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون کوي.
د دې ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، سید احمد شېرزاد، ظهیر خان پکتین او شاپور ځدراڼ بیا هغه لوبغاړي دي چې د لومړي ځل لپاره په نړیوالو ټسټ لوبو کې ګډون کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مسؤلینو وینا په د یادو لوبو غوره لوبغاړي به د اسيا جام او د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړيوال جام لپاره غوره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 119572

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119572/

جمهور
  https://www.jomhornews.com