پاکستاني رسنۍ:

د بلوچستان کچلاغ کې د برید موخه د طالبانو مشر ملا هیبت الله وو

30 اسد 1398 ساعت 9:06

پاکستاني رسنیو افشا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د شوي برید اصلي موخه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده وو.


پاکستاني رسنیو افشا کړې، چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه جومات او مدرسه کې د شوي برید اصلي موخه د طالبانو مشر ملا هیب الله اخندزاده وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روانې میلادي اګست میاشتې په ۱۶ مه نېټه د بلوچستان ایالت د کچلاغ د یوې مدرسې په جومات کې ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده ورور حافظ احمدالله او یو شمېر نور کسان و وژل شول او لږ تر لږه ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

برید په دقیق ډول د وزیر آباد سیمه کې په هغه جومات کې وشو، چې ویل کېږي یو وخت په کې د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده هم امامت کولو.

اوس پاکستاني رسنیو ویلي، چې د اګست د شپاړسمې د برید اصلي موخه هم ملا هبت الله اخندزاده و او ګمان کېده، چې په دې ورځ هغه هم هلته وي.

د دې برید مسوولیت د طالبانو جلا شوې د ملا محمد رسول ډلې پر غاړه واخیست، خو د پاکستان امنیتي سرچینې باور لري، چې برید داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 119583

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com