افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي

31 اسد 1398 ساعت 8:56

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه هېواد کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه هېواد کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ماموریت په اعلامیه کې ویلي دغه سرتېري پرون چهارشنبې د زمري ۳۰ مه وژل شوي، خو د هغو هویت او د وژل کېدو ځای یې نه دی په ډاګه کړی.

په ورته وخت کې نیوزیویک د امریکا د دفاع وزارت سرچینو په قوله ویلي، چې دا دوه پوځیان د امریکا د ځانګړو ځواکونو سرتېري و او دواړه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په مرمیو لګېدلي او وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د دې دوه سرتېرو په وژل کېدو سره د روان ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119616

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119616/

جمهور
  https://www.jomhornews.com