ټرمپ:

نور د روسیه ، هند، ترکیه او ایران افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه وکړي

31 اسد 1398 ساعت 9:08

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، نور دې روسیه ، هند، ترکیه او ایران په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، نور دې روسیه ، هند، ترکیه او ایران په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته یوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ چې پرون چهارشنبې د زمري ۳۰ مه یې خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، چې دغه هېوادونو افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې کم فعالیت کوي او نور باید خپل فعالیت ښکاره کړي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا خو داعش سل سلنه له منځه یووړل او په افغانستان کې هم هغه ځایونه چې یاده ډله په کې موجوده وه، ختم شوي دي.

خو ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعش بیا افغانستان کې سر راپورته کړی و ویل«نو څه وکړو؟ ایا موږ هلته ۱۹ کاله نور هم پاتې شو، اوس دې نو په یوه خاصه زماني مقطع کې، روسیه، هند، ترکیه او ایران هلته د داعش پر ضد جګړه وکړي.

ټرمپ وايي، هند او پاکستان، افغانستان ته نېږدې دي، خو د ترهګرۍ ضد جګړه یې نه کوله خو امریکا چې ۷ زره میله ترېلرې ده، جګړې ته راوړاندې شوه.

هغه ویلي« ګورۍ دوی ورسره جګړه نه کوي که یې کوي ډېره کمه، ډېره کمه، دا عادلانه نه ده چې موږ له ۷ زره میله واټن څخه هلته جګړې ته ځو.»

د یادونې ده، چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې هم د وینا پر مهال ویلي و، چې نور خپل سرتېري له افغانستان باسي او نه شي کولی، چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې د امنیت ساتونکو رول نور په مخ یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com