د ټرمپ خبرو ته د طالبانو غبرګون:

د سولې له هوکړې وروسته یوازې د امریکا دیپلوماتیک حضور منو

31 اسد 1398 ساعت 10:01

وسله والو طالبانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې د سولې له هوکړې وروسته به امریکا یوازې افغانستان کې دیپلوماتیک حضور ولري.


وسله والو طالبانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې د سولې له هوکړې وروسته به امریکا یوازې افغانستان کې دیپلوماتیک حضور ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د تېرې سه شنبې اګست ۲۰ مه نیو جرسي کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې ښې مخ ته ځي او امریکا به خپل یو شمېر ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي.

خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې له هوکړې وروسته به هم د امریکا قوي استخباراتي ډله هلته پاتې شي، وضعیت به له نېږدې څاري، تر چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل نه شي.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی وو، چې یو شمېر سرتېري باسي، خو په افغانستان کې یې د امریکا حضور اړین وباله.

طالبانو هم د ټرمپ دغه څرګندونو ته په غبرګون کې په خپله ټوېټر پاڼه په یوه مطلب کې لیکلي، ټرمپ اوس هم افغانستان ته د امریکا د یوه ایالت په سترګه ګوري، یا خو د سولې خبرو ته ارزښت نه ورکوي او یا هم له دې مذاکراتو ناخبره دی.

په دغه تبصر کې ویل شوي، د طالبانو اصلي موخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي او د هېڅ لویې او چینۍ نظامي یا استخباراتي ډلې پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

طالبانو ویلي، چې د مذاکراتو په لړ کې یې پر امریکایي لوري په لیکلې بڼه منلې، چې له دیپلماتیک حضور پرته به په افغانستان کې هېڅ بهرني نظامي عسکر ته د پاتې کېدو اجازه ورنه کړي.

په یاده تبصر کې خبرداری ورکړل شوي، چې د ټرمپ دغه ډول څرګندونې کولی شي له امریکا سره د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 119624

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119624/

جمهور
  https://www.jomhornews.com