کابل او اسلام آباد غواړي پر غلام خان بندر د سوداګری کچه ډېره کړي

31 اسد 1398 ساعت 10:11

کابل او اسلام آباد هڅه کوي، چې د غلان خان بندر په دایمي توګه د خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاص او ورسره پرې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي.


کابل او اسلام آباد هڅه کوي، چې د غلان خان بندر په دایمي توګه د خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاص او ورسره پرې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل او پاکستاني چارواکو پرون چهارشنبې د زمري ۳۰ مه له دغه بندر څخه لیدنه وکړه.

اسلام آباد کې افغان سفیر ویلي، چې د دغه بندر له لارې د خلکو د تګ راتګ او په دوه اړه خيزه توګه د سوداګرۍ د پراختيا په برخه کې د دواړو حکومتونو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی.

شکرالله عاطف مشعل ټینګار وکړ، چې دغه بندر کې یوازې د تجارتي اړیکو لپاره نه بلکې، د ترانزیټ او د خلکو د تګ راتګ لپاره هم باید اړین ګامونه پورته شي.

نوموړي زیاته کړه، هغه څه چې د پاکستان په حکومت پورې یې اړه لرله په هغو یې کار کړی او د هغې خوا مسایل یې راخلاص کړي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو افسر شهزاد چې د هغه هېواد په استازيتوب د دواړو هیوادونو په سرحد کې په جوړه شوې غونډه کې خبري کولې ویلي، د خلکو پرمخ د غلام خان بندر پرانېستل د دواړو هېوادونو غوښتنه ده او دا به په اقتصادي وده کې مهم رول ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې لارې پرانستل به د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره اقتصادي تمام شي.

هغه ویلي« موږ هيله لرو چې د اړينو اسانتياوو په برابرولو سره ډېر ژر دلته راشو او راتلونکي کې به د غلام خان ترمينل له لارې ډېره راکړه ورکړه ولرو.»

د یادونې ده، چې اسلام آباد کې افغان سفیر او د خوست ولايت حکومتي او ملکي چارواکو په رسمي توګه ددې بندر د پرانستلو لپاره د چمتووالي په خاطر د کرښې دې غاړې ته د کميسارۍ او ګمرک له ودانيو څخه هم ليدنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com