حامد کرزی:

پاکستان دې د کشمیر مساله افغان سولې پورې نه تړي، د سولې هوکړه حساسه ده هند د هم احتیاط کوي

31 اسد 1398 ساعت 10:48

مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان دې د کشمیر مساله په افغانستان پورې نه تړي او دغه هند ته هم پکار ده، چې په دې برخه کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.


مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، پاکستان دې د کشمیر مساله په افغانستان پورې نه تړي او دغه هند ته هم پکار ده، چې په دې برخه کې له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندۍ دې هندو ورځپاڼه لیکلي، ښاغلي کرزي دغه څرګندونې هند کې له لوړ پوړو هندي چارواکو سره لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه حساسه ده.

هغه په هند غږ کړي، چې په دې مساله کې له پوره احتیاطه کار واخلي او دغه را یې له پاکستان غوښتي، چې د کشمیر مساله افغان سوله پورې ونه تړي.

ښاغلي کرزي ویلي پاکستان باید په دې پوه شي، چې د کشمیر مسله او افغان سوله هېڅ راز اړیکه نه لري او د پاکستان دغه ډول کړنې د هېچا په ګټه نه دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له هند غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي او په دې توګه سیمې ته دایمي امن او ثبات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119627

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119627/

جمهور
  https://www.jomhornews.com