ننګرهار کې چاودنې ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2 سنبله 1398 ساعت 8:45

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۵ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د وږي لومړۍ نېټه سهار ۱۰ بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چاودنه د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی وايي، د چاودنې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

روغتیايي چارواکي هم تاییدوي، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۴ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 119658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com