هندي رسنۍ:

ایشیا پيسفیک ګروپ پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تور لېست کې اچولی

2 سنبله 1398 ساعت 8:58

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.


هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په اسیا کې له ترهګرۍ نه د مالي ملاتړ د مخنیوي صندوق یا ایف، ای، ټي ایف د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله تور لیست ته اچولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو پرون جمعه د وږي لومړۍ نېټه د ایشیا پيسفیک ګروپ د مسوولینو په حواله ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په خپلو ۴۰ ژمنو کې پاتې راغلی  او ۳۲ ژمنې یا کورنۍ دندې یې تور لیست ته د نه غورځېدو لپاره نه دي ترسره کړي.

د هندي رسنیو په راپور کې ویل شوي، چې پاکستان ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د مخنیوي په برخه کې هم له ۱۱ ژمنو څخه ۱۰ ژمنې نه دي پوره کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبر رد کړی ویلي یې دي، په دې تړاو چې ګواکې پاکستان تور لیست ته اچول شوی، ټول نشر شوي خبرونه درواغ او تشې اوازې دي.

د یادونې ده، چې د اسیا پیسفیک ډلې بیا په خپله بیانیه کې ویلي، د چین، تایپي، هانګ کانګ، پاکستان، فلپین او سلیمان ټاپو وزمې په تړاو یې خپل راپورونه بشپړ کړي دي او پایلې به یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې معلومې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119660

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119660/

جمهور
  https://www.jomhornews.com