جاپان د روغتیا په برخه کې افغانستان سره مرسته کوي

2 سنبله 1398 ساعت 9:55

د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر یا جایکا وایي، د افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.


د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر یا جایکا وایي، د افغانستان سره به د روغتیا په برخه کې د پام وړ مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جایکا مشر اشیدا تاتشویا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز سره لیدنه کې کړې دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو، د مور او ماشوم روغتیا ته په پام، په مرکزي لابراتوارونو کې د خدمتونو پر برابرولو خبرې کړې دي.

د جایکا مشر تاتشویا ټینګار کړی، چې د مور او ماشوم روغتیا ته دې ډیر پام وشي او مرکزي لابراتوارونو سره به دوی خپله مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر د جاپان د دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 119665

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119665/

جمهور
  https://www.jomhornews.com