پروان کې په امریکايي ځواکونو موټر بم برید شوی دی

2 سنبله 1398 ساعت 11:10

سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.


سیمه ییز امنیتي سرچینې وايي، پروان ولایت کې د امریکايي ځواکونو په کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د جمهور آژانس خبر له مخې د پروان امنیتي سرچینو ویلي، برید تېره شپه لس بجې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو په اساس یوه ځانمرګي بریدګر د چاوېدونکو توکو ډک موټر ته د امریکایي ځواکونو له کاروان سره چاودنه ورکړې ده.

دوی وايي، د برید له امله ځايي دوکاندارانو او خلکو ته مالي زیان اوښتی، خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو هم د برید پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې دوه ټاګونه له منځه وړي او ۷ امریکايي سرتېري یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس: پروان
 


د مطلب کود: 119676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/119676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com